د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي،د سېشنبې پر مازدیګر شاوخوا څلور بجې د شیرزاد ولسوالۍ د مرکي خيلو په سیمه کې د ایساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په هوايي برید کې ۹ تنه وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال مشال راډيو ته د چارشنبې په ورځ وویل:
په وژل شویو کې د شیرزاد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي قومندان مولوی سیف الله هم شامل دی.