د لاسرسي ځای

پېښور برید: ترهګرو یو ځل بیا خپل لېونتوب وښود


 ولسمشر بارک اوباما

ولسمشر بارک اوباما

د امریکا له سپینې ماڼۍ خپاره شوي یو بیان کې ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د متحده ایالات د پاکستان په پېښور کې پر یوه ښوونځي ترسره شوی وحشي برید په کلکه غندي.

نوموړي ویلي چې د دوی خواخوږي له هغو ټولو ویرلړلو کورنیو سره ده چې په پېښه کې یې خپلخپلوانو ته مرګژوبله اوښتې. د ولسمشر په خپاره کړي بیان کې راغلي، په کرغېړن برید د زده کوونکو او استادانو په نښه کولو سره ترهګرو یو ځل بیا خپل لېونتوب وښودلو.

ولسمشر اوباما وايي، چې امریکا له پاکستاني ولس سره ترڅنګ ولاړه ده، نوموړي په خپل بیان کې له پاکستاني حکومت سره د امریکا ژمنیتا تکرار کړې چې هغوی یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په سیمه کې د سولې او ټېکاو رامنځ ته کولو په برخه کې کوي.

XS
SM
MD
LG