د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ پر دانګام ولسوالۍ سخته جګړه روانه ده


کونړ: طالب ضد افغان پاڅونکو د افغانستان ملي بیرغونه اخیستي
کونړ: طالب ضد افغان پاڅونکو د افغانستان ملي بیرغونه اخیستي

د پاڅونکو مشر حاجی منزمین خان بیا شکایت کوي چې د دوه کلي یې وسله والو طالبانو محاصره کړي او تراوسه ورسره حکومتي ځواکونو اړینه مرسته نده کړې.

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او قومي پاڅونکو له وسله والو طالبانو سره په روانه جګړه کې دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو دعوې کوي.

خو د سیمي اوسیدونکې بیا شکایت کوي چې د وسله والو طالبانو بریدونو په تنګ کړي، وسلي او مهمات يې کمېدو دي باید چې حکومت ورسره زیاته مرسته وکړي.

د کونړ امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادۍ راډیو ته وویل چې له تیرې ورځې د دوه زرو په شاوخوا کې بهرنیو او کورنیو وسله والو طالبانو په دانګام ولسوالۍ کې د پرتو افغان ځواکونو او پاڅونکو خلاف بریدونه پیل کړي چې تراوسه پکې نزدې پنځوسو بریدکوونکو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

((په جګړه کې اتلس تنه وسله وال وژل شوي او اته ویشت ټپیان شوي چې دوژل شوو کسانو مړي د جنګ په میدان کې پاتې دي. زموږ ځواکونو او ولسي پاڅونکو وکولی شول چې د دانګام په لوړو څوکو د افغانستان درې رنګه بیرغونه ورپوي))

دی وايي، په روانه دوه ورځني جګړه کې دوه دولتي سرتېري وژل شوي او پنځه ټپيان شوي.

قومندان وايي، اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده. دوی هڅه کوي چې پاڅونکوونکو ته ځانونه ورسوي..خو په لاره کې وسله والو طالبانو ماینونه ښخ کړي دي.

سید خېل وایي، دوی د لیرې ویشتونکو توپونو په مټ د وسله والو طالبانو بریدونه کمزوري کړي او تراوسه يې هوايی ځواک ته اړتیا نه ده پیدا شوي

((موږ په ولایت کې له پرتو افغان ځواکونو کار اخیستی او تر اوسه مو له بله ولایته هم مرسته نده غوښتې. ډېر ښه توپچیان لرو، موږ له توپچي ځواکه کار اخلو، هوايي ځواک ته مو لا هم اړتیا نده پیدا شوي او هرکله يې چې وغواړو هغوی مرستي ته چمتو دي))

خو د پاڅونکو مشر حاجی منزمین خان بیا شکایت کوي چې د دوه کلي یې وسله والو طالبانو محاصره کړي او تراوسه ورسره حکومتي ځواکونو اړینه مرسته نده کړې.

((تقریبا ددوه زرو په شاوخوا کې بهرنيو وسله والو چې پنجابیان او عربان ورسره مله دي. له تېرو دوو ورځو زموږ په کورونو او امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي. زمو دوه کلي محاصره دي. موږ له دولته مرسته وغوښته. هغوی تر کارکوټه راغلل خو له بده مرغه ستانه شول او اوس دولسوالۍ پر څنډو پراته دي))

د وسله والو طالب ویاند پر تلیفون ازادۍ راډیو ته دعوه وکړه چې په جګړه کې يې یو شمیر دولتي ټانکونه ویجاړ کړي. درې پوستې يې نیولي، او تر لسو زیاتو عسکرو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

خلک وایی دانګامد ډیورنډ پر کرښه پرته هغه ولسوالۍ ده چې له تېرو څه باندې څلورو کالو راهیسې پرې د پاکستان پوځ دتوپونو ډزې کولي او اوس يې اوسېدونکي له وسله والو طالبانو سره په جګړه اوښتي.

راپور : روح الله ـ انوري ـ کونړ

XS
SM
MD
LG