د لاسرسي ځای

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې موقع وویل چې د کریکټ بورډ به په خپلواکه توګه خپلې چارې سنبالوي او پریکړې کوي.

د افغانستان ولسمشر وايي د کرکټ ملي لوبډله د هیواد لپاره د ویاړ مقام لري او د ملي لوبډلې لوبغاړو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

ولسمشر غني د یکشنبې په سهار په صدارتي ماڼۍ ( ارګ ) کې د کریکټ بورډ نوي ټاکل شوي مشر نسیم الله دانش او له هغه سره ورغلي پلاوي سره د لیدلو پرمهال داڅرګندونې وکړې.

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې موقع وویل چې د کرکټ بورډ به په خپلواکه توګه خپلې چارې سنبالوي او پریکړې کوي.

دافغانستان د ولسمشر په حکم ، تیره ورځ نسیم الله دانش د افغانستان د کرکټ بورډ د نوي مشر او شفیق الله ستانکزی د اجرایوي مشر په حیث وټاکل شول.

د کرکټ بورډ له چارواکو سره د لیدلو پرمهال افغان ولسمشر زیاته کړه چې هند ، پاکستان او سري لنکا ورسره د کرکټ بورډ د پرمختګ په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

په دې موقع د افغانستان د کرکټ بورډ نوي رئيس نسیم الله دانش ډاډ څرګند کړ چې د یوه منظم پلان له مخې به په دقت سره د کرکټ د ملي ټیم د لا پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

دافغانستان د کرکټ ملي ټیم په ۲۰۱۵ م کال کې په اسټریلیا او نیوزیلینډ کې د کرکټ په نړیوال جام کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG