د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار کې په مرموز ډول د وژلو شویو کسانو مړي موندل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

نظام پور تاڼې د پولیسو یو مشر سلیم خان نن مشال راډیو ته وویل چې په مرموز ډول د وژلو شویو کسانو جسدونه په دروازګۍ سیمه کې په یوه سمڅه کې دننه موندل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې ځايي حکومتي چارواکي وايي تېره ورځ دوی ته د شپږو کسانو مړي لاسو ته ورغلي دي. د نظام پور تاڼې د پولیسو یو مشر سلیم خان نن مشال راډیو ته وویل چې په مرموز ډول د وژلو شویو کسانو جسدونه په دروازګۍ سیمه کې په یوه سمڅه کې دننه موندل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د عدلي طبي معاینې ( پوسټ مارټم ) نه پس یې دغه کسان خاورو ته سپارلي دي. سلیم خان وايي د موندلو شویو مړو پیژندګلوي نه ده شوې او نه هم داخبره جوته شوې چې داکسان دچا لخوا او ولې ووژل شول ؟

بل پلو ، د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډله وايي دا شپږ واړه کسان ددوی ملګري وو. د نوموړې وسله والې ډلې ویاند ګیله من محسود نن له ناڅرګند ځایه ټیلي فون د لارې مشال راډیو ته وویل چې ددوی ملګري د استخباراتي ادارو لخوا پورته کړی شوي وو او د حراست پرمهال وژل شوي دي. خو د وسله والو ددې ادعا په اړه تراوسه حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې اول ځل نه دی چې په مرموز ډول د وژلو شویو کسانو مړي موندل کیږي، تر دې وړاندې هم په لسګونو ځله دا ډول پېښې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG