د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۱۲ ماين پاکان وژل شوي دي

افغان پولیس وايي وسله والو طالبانو نن په هلمند ولایت کې دولس ماین پاکان په ډزو وژلي دي.د هلمند د امنیې قومندانۍ یوه ویاند فرید احمد عبید رسنیو ته ویلي چې په ماین پاکانو باندې د وسله والو له خوا دا حمله د بریتانوي پوځيانومخکینۍ پوځي اډې باسشین ته نږدې شوې ده.

ښاغلي عبید ویلي افغان پوځیانو اوس په سیمه کې د وسله والو طالبانو په ضد جګړه پیل کړې او تر دې دمه یې څلور تنه وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.

په هلمند کې په ماین پاکانو باندې دا حمله څو ساعته وروسته له هغې کیږي چې په مرکز کابل کې د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله رووفي د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د يو بل خبر له مخې په پروان ولایت کېپرون شپه ناوخته له بګرام هوايې مرکز سره نږدی دپوځیانوپه یوه کاروان بمي چاودنه کې دوه بهراني سرتيري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG