د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موساخېل ضلع پر بندیز سربېره عرب شېخان ښکار کوي


خبریال غلام مصطفا زمری وايي، چې د عرب ښکاریانو تعلق له قطر سره دی او باقاعده یې د موساخېل په لیرې پرتو غرونو کې ښکاري کمپونه لګولي دي.

د بلوچستان په موساخېل ضلع کې د ځایي خلکو او چارواکیو په خبره، ځینو عرب شېخانو د قیمتي مرغانو د ښکار لپاره کېمپونه لګولي دي او له تېرو دوو ورځو په ښکار بوخت دي. د بلوچستان ځنګلاتو محکمې سلاکار مشال رېډیو ته ويلي چې خپلو لوړپوړو چارواکیو ته یې خبر ورکړی او ډېر ژر به یې په اړه قانوني ګام واخلي. دا په داسې حال کې ده چې بلوچستان های کورټ څو ورځې مخکې د عربانو په ګډون د بهرني وګړیو پر ښکار مکمل بندیز لګولی وو.

د موساخېل ضلع پولیسومشر«DPO«محمد سلیم که څه هم په سیمه کې د عرب ښکاریانو ورتګ مني، خو وايي چې نور اړوند مالومات د ضلعې له ډپټي کمشنر سره دي:

«دوی (عرب ښکاریان) پرون راغلي ول، موږ له دې علاقې «بي-ایریا» یاني د لیویزو سیمې ته واستول. دوي د موساخېل ضلع په حدودو کې دي، خو هلته ډیپټي کمیشنر ورسره تللی وو، لار ښوونه او ساتنه یې ورته برابره کړې وه»

خو کله چې مشال رېډیو د موساخېل ضلع له ډپټي کمشنر اغا نبیل سره تماس ونیولی نو نوموړي له څه ویلو ډډه وکړه او زیاتوي د دې جوګه نه دی چې تفصیل ورکړي. نوموړي دا هم وویل، چې یو ځل به د دې خبرې پخلی کوي چې ایا ټیلیفون کونکی واقعي د مشال راډیو خبریال دی، که څنګه؟ وروسته به پخپله د ټیلیفون په کولو مالومات ورکوي، خو د رپورټ تر بشپړېدو لا هم د نوموړي له اړخه حال نه راغلو.

خو په سیمه کې ځایي اوسېدونکي او ځایي خبریال غلام مصطفا زمري خپل د سترګو لیدلی حال او له ډپټي کمشنره ترلاسه کړی تفصیل مشال راډیو سره شریک کړ:

«زما له ډپټي کمشنر سره خبرې وشوې، هغه راته وویل چې عرب ښکاریانو ته یې ساتنه (سیکیورټي) ورکړې ده او دا کول ضروري وو، نور نو عرب ښکاریان او مرکزي حکومت پوه شو»

غلام مصطفا زمری زیاتوي چې د عرب ښکاریانو تعلق له قطر سره دی او باقاعده یې د موساخېل په لیرې پرتو غرونو کې ښکاري کمپونه لګولي دي.

په دغه اړه چې کله مشال راډیو د بلوچستان ځنګلاتو او ځنګلي حیات محکمې سلا کار، عبيد الله جان بابت سره تماس ونیولی، نو نوموړي وويل چې په صوبه کې پر ښکار قانوني بندیز دی او په خبره یې اوس دی د صورتحال په څارنې بوخت دی:

«ما د خپلې محکمې ټولو لوړپوړو چارواکیو ته سخت احکامات ورکړي دي چې وضع دې وڅاري او مالوم دي کړي چې په موساخېل کې عرب ښکاریان څله او د چا په امر تللې دي؟ موږ پر دغه کار لګیا یو او تفصیل به وروسته درکړو، خو دا ده چې که دوی (ښکاریان) تللي وي هم،نو په پټه او غېر قانوني توګه به تللې وي.»

بلې خوا ته په بلوچستان کې پر ځنګلاتو او چاپېریال ځانګړی کار کوونکی، حیات الله درانی وایي چې موساخېل او ژوب په قیمتي مرغانو غني سیمه ده، ځکه ښکار به یې د سیمې چاپېریال ته سخت تاوان ورسوي:

«زما چې څومره مالومات دي،دا وخت چې بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې چې د کوم مورغه ښکار کېږي، په هغو کې په سر کې تلور راځي. دا ډېر نایابه او ارزښتناکه مرغه دی. دا په دغه موسم کې د نړۍ له بېلابېلو سیمو راځي او په دغو سیمو کې د څه وخت لپاره استوګنه کوي، بیا بیرته مخته پر سفر ځي. نو دا د خدای یو سسټم او نظام دی او دا مرغان له پېړیو پېړیو هم داسې ځي او راځي. دا د دغو سیمو د چاپېریال او (ایکوسیسټم) لپاره ډېره ګټه ورکوي.»

د بلوچستان په موساخېل ضلع کې د عرب شېخانو له اړخه د ښکار خبر په داسې حال کې راځي چې څو ورځې مخکې د بلوچستان هایي کورټ د عرب شېخانو او شهزادګانو په ګډون، د بهرني وګړیو پر هر قیسمه ښکار مکمله بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG