د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې شپږ وسله وال وژل شوي


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال د پنجشنبې پر ورځ مشال راډي، ته وويل: نن سهار شاوخوا څلور بجې افغان ګډو ځواکونو د بهرنيو ځواکونو د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ، د پچيراګام ولسوالۍ په اړوند د دولت وسله والو مخالفینو پرضد عمليات پيل کړي،چې په دې عملياتو کې تر دې دمه شپږ تنه وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي.

مشرقيوال په خبره عمليات به تر هغې دوام وکړي څو پورې چې يې یاده ولسوالي د دولت له وسله والو مخالفينو پاکه کړې نه وي.



د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG