د لاسرسي ځای

د امريکا د دفاع وزارت وايي، چې په افغانستان کې د يوې لسيزې تر جګړې وروسته اوس په دې هېواد کې هېڅ يو زندان نه لري.

د دفاع وزارت يو وياند د چارشنبې پر ورځ وويل چې د باګرام زندان وروستي درې بنديان خوشي شوي دي.

نوموړي وويل چې د ريدا النجر په ګډون يې دوه بنديان افغان حکومت ته سپارلي او دريم بندي چې نور خطر نه ګڼل کېده په دريم هيواد کې ځای پر ځای کېږي.

د امريکا د سېنېټ لخوا د سي ای اې د شکنجو په تازه راپور کې ويل شوي چې پر النجر د پوښتنو ګروېږنو پر مهال پرمختللي تاکتيکونه استعمال شوي دي.

د دفاع وزارت وياند ويلي تر دې وروسته به افغان حکومت د توقيف ځايونو او زندانونو مسول وي.

د روانکال په سر کې د زندانونو سپارنې موضوع ډېره پېچلې وې ځکه امريکا اندېښنه لرل چې افغان حکومت به طالب وسله وال خوشي کړي چې بيا د جنګ ليکو ته تلی شي.

XS
SM
MD
LG