د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د ګوزڼ پر ضد کمپاین دوام لري


د پاکستان په يو شمېر قبايلي سيمو کې د ګوزڼ پر ضد کمپاين دوام لري چې تر سبا پورې به جاري وي. دا کمپاين د تېرې نهې پر ورځ پېل شوی او تر لس لکه پورې ماشومانو ته به د ګوزڼ يا پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکول کزېږي.

د فاټا سېکريټېريېټ لخوا د خپاره شوي بيان له مخې د شمالي او جنوبي وزيرستان د يو شمېر سيمو سربېره په خېبر اېجنسۍ کې به هم دروازه په دروازه، او په حجرو او مېډېکل کېمپونو کې ماشومانو ته څاڅکې ورکول کيږي.

د بيان له مخې د کمپاين د کاميابۍ لپاره امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي او د پوځ مرسته هم شامله ده. په پاکستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر دا وخت تر ۲۷۰ اوښتی دی چې زياتره يې له قبايلي سيمو سره اړه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG