د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې نامتو شاعر اکرام الله ګران ومړ


له مشال راډيو سره په خبرو کې د نوموړي زوی وويل چې نن د سهار تر لمانځه وروسته ناڅاپه اکرام الله ګران ساه ورکړه.

نوموړی به نن )پنجشنبه)مازيګر څلور بجې د خېبر پښتونخوا د چارسدې په پړانګ ياسينزو کلي کې خاورو ته سپارل کېږي.

اکرام الله ګران په پښتو ادب کې يو ځانګړی مقام درلودی او ((زما غزل)) په نامه کتاب يې ډېر شهرت موندلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG