د لاسرسي ځای

تازه خبر

'راشئ له تیارو د رڼا پر لوري یون پیل کړو'


ملالې په خپله وینا کې له کیلاش ستیارتي سره یو ځای د ماشومانو حقونو لپاره د مبارزې هیله وښودله.

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبېل سولې جایزه د خېبر پښتونخوا له سواته د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ او له هنده د ماشومانو لپاره کارکونکي کېلاش ستیارتي ته ورکړل شوه.

د نوبېل سولې جایزې په تاریخ کې ملاله تر ټولو کم عمره ده چې دغه جایزه ترلاسه کوي.

د نوبېل سولې کمېټې مشر تور جان جیګلېنډ په خپله وینا کې ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي د سولې علمبردار وبلل.

ملاله یوسفزۍ په خپله وینا کې وویل، دا د خپل پلار منندویه ده چې د دې وزر یې پرانیستي پرېښودل. او زیاته یې کړه چې «زه ویاړم چې لومړۍ پښتنه یم او په ټوله نړۍ کې تر ټولې کوچنۍ یم چې د نوبېل سولې جایزه وړم»

دې وویل، دا جایزه د هغه ماشومانو لپاره ده چې زدکړې غواړي، دا د هغه ترهېدلو ماشومانو لپاره ده چې سوله غواړي، او د بدلون غوښتونکي دی. دې وویل، له هغه ماشومانو سره خواخوږي نه ده پکار بلکې عملي ګامونه اخیستل پکار دي، اوس د دې ګړۍ رارسېدلي چې هېڅ بې تعلیمه ماشوم ونه وینو. دې وویل، د نړۍ په هر کونج کې سوله غواړي، ښځو ته برابر حقوق ورکولو او ټولو ماشومانو ته زدکړه غواړي.

دې وویل، زه یې د هېلمند ننګیالې ملالې په نامه نومولې یم چې د خپل وطن د ازادۍ لپاره یې مبارزه کړې وه، او زه به هم د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره خپله مبارزه جاري ساتم. د نړۍ تر هغه ماشومه به ځان رسوم چې له تعلیمه بې برخې دی»

ملالې وویل، خلک به دا په ګڼو نومونو بولي، ځینې ما ته هغه ملاله وايي، چې طالبانو ویشتلې وه، ځینې یې د ماشومانو حقونو مبارزه بولي، ځینې یې د نوبېل جایز وړونکې بولي. خو دې وویل چې دې خپلځان او ژوند د ماشومانو تعلیمي حق ته سپارلی دی.

د ملالې وینا وه «کله چې زه په سوات کې وم، دا د سېلګرۍ لپاره مشهوره دی، خو ناڅاپه هر څه بدل شول، ماشومان له تعلیمه محرومه شول، خلک په دورو وهل پیل شول، د خلکو وژنه شروع شوه، زما ټول ژوند بدل شو، پر دې مهال زما لپاره دوې لارې وې یا خو غلې پاتې شم یا د خپل حق لپاره غږ پورته کړم چې مرګ ورسره تړلی وو. ما دویمه لاره خپله کړه.

د نوبېل امن کمېټې تالار کې ملالې یوسفزۍ په خپله وینا کې وویل: « ما له ځان سره له پاکستانه شازیه او کاینات راوستې چې له ما سره یو ځای ویشتل شوې وې، کا د پاکستان له سیند صوبې کاینات سومرو راوستې چې د جنسي تېري ښکار شوې، ورور یې وروژل شوی. له شامه او نایجېریا خپلې خویندې راوستې دي، له سوریا مې زړوره خور موضون، له نایجېریا مې بله خور امینه راوستې. دوی ټولې په یوه نه بله بڼه تر کړاو تېرې شوي دي»

ملالې وویل «ما ته راکړې د نوبېل امن جایزې ټولې پیسې به په سوات او شانګله کې د سکولونو او تعلیم په پرمختګ لګېږي»


د نوبېل امن کمېټې تالار کې غونډې ته د ملالې وینا وه «زه په دې حیرانه یم چې نړۍ ټانکونه او درنې وسلې جوړولی شي ښوونځي نشي جوړولی»

د نوبېل انعام شاخوا ۱۴ لاکه ډالر به نیم په نیمه د ملالې او ستیارتي ترمنځ وېشل کېږي.

تر دې وړاندې کېلاش ستیارتي په خپله وینا کې د نوبېل سولې جایزه د هغه خلکو په نامه کړه چې د ماشومانو حقونو لپاره مبارزه کوي. ده وویل چې دی د یوه غلي اکثریت استازی دی، او غوښته یې ده چې د پرمختګ او رڼا په دغه یون یا سفر کې ټول یوځای سره مله وي، او هېڅوک شاته پاتې نشي.

هر ماشوم بابد د ودې او لویوالي لپاره ازاد وي. په خپله خوښه او وخاندي، او ان دا چې په ازادۍ سره وژاړي.او د شلوک په متل یې خپله وینا پای ته ورسوله چې موږ باید له جهالته د علم پر لور او له تیارې د رڼا پر لور وخوځېږو.

د نوبېل امن جایزې غونډې په پای کې د پښتو نامتو سندرغاړي سردار علي ټکر، له پاکستانه راحت فتح علي خان او له هنده استاد امجد علي خان سندرې وویلې.

۔

XS
SM
MD
LG