د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۱ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د اوه لکو ډالرو په ارزښت يوولس پروژې له بشپړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د اوه لکو ډالرو په ارزښت يوولس پروژې له بشپړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

دغه پروژې د جلال اباد ښاروالۍ په هلو ځلو د يو اين هبیتات له لارې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې په بيلابيلو برخو کې له بشپړيدو وروسته ګټې اخيستې ته وسپارل شوې.

د جلال اباد ښاروال لعل اغا کاکړ د پروژو د پرانستې پر مهال وويل:

(( په دغه يوولس پروژو کې يو هم د دویمې ناحيې لپاره دغه ساختمان (ودانۍ) جوړه شوې، د دې تر څنګ پلچکونه، د کوڅو کانکړيټريزي، ویالې، شلټرونه او نورې پروژې بشپړې شوي دي. په دې پروژو باندې اوه سوه زره امريکايي ډالر مصرف شوي دي چې لس فیصده يې په کې د ښاروالۍ او د خلکو ونډه ده.))

د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاالله لودين خوښي څرګنده کړه چې په رغنيزو پروژو کې له دولت سره ولس برخه اخلي.

(( نن چې دا پروژه د څه د پاسه اوه لکو ډالرو په قيمت باندې تر سره شوې ده او په دې کې زموږ ولسونو لس فیصده برخه اخيستې ده، شاید هدف همدا اوسې چې دا د ولسونو پروژې دي، دا د ولسونو ضرورت دی، د دې په حفاظت او حمايت کې باید ولسونه نظارت وکړي، څارنه وکړي او د هميش لپاره د دغسې پروژو استقبال وکړي او خپله ونډه په کې واخلي.))

د ننګرهار د ښاروالۍ مسوولين وايي چې په نيږدو ورځو کې به د ښاروالۍ اړوند څو نورې رغنيزې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شي چې د لس کیلو میترو په اندازه ویالې هم په کې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG