د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د شوکې پرمهال دوه سوداګر ووژل شول


د پېښور ښار هشتنغرۍ تاڼې پولیس چاروکي وايي، پرون ماځیګر د اشفاق او اشتیاق په نامه دوه سوداګرو په هشتنغرۍ کې له های سکول نمبر ون سره نزدې له یوهبېنکه پیسې اخیستې وې، چې بهر پر سړک یې دوه نامالومه وسله والو د شوکولو هڅه وکړه، په مزاحمت کولو یې ورباندې ډزې وکړې او دواړه یې ووژل.

په یاده تاڼه کې د نامالومه کسانو خلاف رپورټ درج شوی دی چې پکې دعوا شوې، شوکمارو له وژل شويو سوداګرو ۲۵ لاکه روپۍ هم وړې دي.

د سوداګرانو اتحادیې بیګا ماسخوتن د احتجاج په توګه دواړه مړي پر سړک ایښي ول او تر دوو ګنټو یې سړک بند کړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG