د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي به د امن نوبل جایزه اخلي


ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي
ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي

بیګا ماسخوتن په اوسلو کې له مشال رېډیو سره په خبرو کې ملالې یوسفزۍ وویل، چې نړۍ د ماشومانو حقونو غږ واورېدلو.

د ناروې سر ښار اوسلو کې به نن د پېښور پر وخت ماښام پینځه بجې د ماشومانو تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ او په هند کې د ماشومانو مبارز کېلاش ستیارتي په ګډه د نړۍ ستره نوبېل امن جایزه ترلاسه کوي.

د ملاله فنډ له اړخه هغه دوې نجونه شازیه او کاینات هم اوسلو ته وربلل شوې دي چې له ملالې سره د برید پرمهال ژوبلې شوې ولې. له دې پرته د پاکستان له سیند صوبې کاینات سومرو چې د جنسي تېري ښکار شوې په ګډون لهشام او نایجیریا هېواده هم د ماشومانو حقونو لپاره مبارزه کوونکې دوې نجونه دغه دستورې ته وربلل شوې دي.

پرون دیوې خبري غونډې پرمهال ملالې وویل غواړي چې د پاکستان، سیمې او ټولې نړۍ ماشومانو ته د تعلیم حق ورکړل شي. ملاله یوسفزۍ چې په سوات کې یې د جینکو تعلیم لپاره هلې ځلې کولې د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر په میاشت کې پرې مرګونی وسله وال برید شوی و چې بیا د علاج لپاره بریتانیا ته یووړل شوه او له رغېدو پس دا مهال هم هلته تعلیم ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG