د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې پنځه تنه وسلوال ونيول شول


دخوست ولايت په مرکز او علېشېرو ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د يوه وسله وال غلهپه ګډون پنځه تنه ورانکاري نيولي دي.

د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز په اونيزه امنيتي غونډه کې د ملي امنيت استازي وويل، چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى اود تحقيق پرمهال يې ويلي دي، چې دخوست ولايت په بېلابېلو ځايونو کې يې ترهګرې کړنې سرته رسولې.

د استازي په خبرهپه نيول شويو کسانو کې يو تن سرګروپ هم شامل دى، چې په ګڼو ترهګروبريدونو کې يې لاس درلود.

همدارنګه يو تن هغه وسله وال غل يې هم نيولى، چېد ښار له شاوخوا سيمو به يې د خلکو ګاډيتښتول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG