د لاسرسي ځای

ملاله وايي، د ماشومانو د حق غږ ټولې نړۍ واورېدلو


د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبېل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، نن ډېره خوشاله ده چې د نړۍ د ماشومانو حقونو غږ واورېدلو. خپلې دستورې ته له وربللو مېلمنو سره یوځای ولاړې ملالې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، نن دوی د دې لپاره خپل غږ اوچتوي چې ماشومان دې نور نه ځورول کېږي، هغوی ته دې تعلیم ورکړل شي. د ملالې پلار ضیاء الدین یوسفزی وايي، د دې لور ته نوبېل سولې جایزه د هغې د موخې پای نه بلکې پیل دی، د ده په خبره هغې ته د نوبېل سولې جایزې په ورکولو سره د پاکستان او افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ ماشومانو حق غوښتنې غږ نور پیاوړی شو. په اوسلو کې د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان له ملالې یوسفزۍ او د هغې پلار ضیاء الدین یوسفزي سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG