د لاسرسي ځای

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل ناڅاپه عراق ته تللی


د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په ناڅاپي سفر د عراق پلازمېنې بغداد ته تللی دی.

نن په سخت امنیت کې د نوموړي الوتکه د بغداد پر هوايي ډګر ښکته شوه. دا د ۲۰۱۱ز کال تر ډېسېمبر وروسته د امریکا د دفاع وزیر عراق ته لومړی سفر دی. هغه وخت امریکا په عراق کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی وو.

هېګل هلته له عراقیو چارواکو او امریکايي پوځي قومندانانو سره ګوري. که څه هم نوموړي د نومبر پر ۲۴مه نېټه له خپلې دندې استعفا ورکړې خو تر هغې به د دفاع وزیر په توګه کار کوي چې د ده د ځایناستي د ټاکنې تصدیق وشي.

ولسمشر باراک اوباما اشټن کارټر د دفاع د نوي وزیر په توګه نومولی دی.

XS
SM
MD
LG