د لاسرسي ځای

د امریکا ملګري هېوادونه ۱۵۰۰ نور عسکر عراق ته استوي


د امریکا یو لوړپوړی پوځي قومندان وايي، د اسلامي دولت ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ ملګرو هېوادونو ژمنه کړې چې ۱۵۰۰ نور پوځیان عراق ته واستوي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ جنرال جیمز ټیري وویل، دا مهال د عراقیو او کردیو سرتېرو د روزنې لپاره ۳۱۰۰ امریکايي سرتېري په عراق کې دي. جنرال ټیري د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د هڅو همغږی کوونکی دی.

ده په کوېت کې خبریالاتو ته ورزیاته کړه چې د اضافي پوځیانو استولو ژمنه تېره اوونۍ د ملګرو هېوادونو په یوه غونډه کې وشوه.

ده دا روښانه نه کړه چې اضافي سرتېري به کوم کوم هېواد استوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د اسلامي دولت ډلې پر ضد د ۶۰ هېوادونو اېتلاف جوړ

XS
SM
MD
LG