د لاسرسي ځای

امریکا او ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه


د تېرې دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ناټو د نړیوالو ځواکونو ګډې قومندې چې په افغانستان کې یې د جنګي ماموریت مشري کوله، خپل بیرغ ښکته کړ او په رسمي توګه یې د خپلې دندې پای ته د رسولو اعلان وکړ.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان کیمبل وویل، چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ نوی ماموریت به د راتلونکي کال له جنورۍ پیلېږي.

په نوي ماموریت کې به ۱۲۵۰۰ سرتېري موجود وي.

XS
SM
MD
LG