د پاکستان وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار امیر مقام وايي، کېدای شي چې حکومت د شمالي وزیرستان د کډوالو خپلو سیمو ته د ستنېدو په صورت کې ورته د امنیت ټینګښت ځېنې ذمه وارۍ وسپاري.
دا خبره نوموړي تېره ورځ له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وکړه.
څو ورځې مخکې په بنو کې د شمالي وزیرستان د کډوالو یوې جرګې ویلي ول چې که په یوه سیمه کې د پاکستان پوځ سرتېري ځای پر ځای وي نو هلته به دوی امنیتي ذمه وارۍ نه پوره کوي.