د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهر مېشتو افغانانو په هېواد کې د بریدونو پر ضد مظاهره وکړه


د نړۍ په درو لویو ښارونو کې افغان ځوانانو په افغانستان کې د وروستیو بریدونو پر ضد مظاهره کړې ده.

د یکشنبې پر ورځ سهار، لسګونه افغانان او بلوڅان په لندن کې د پارلېمان ودانۍ مخې ته ورغونډ شول او په افغانستان کې یې د وروستیو وسله والو بریدونو پر ضد مظاهرې وکړې.

پر همدې ورځ، لسګونه افغانانو په واشنګټن ډي سي او د کاناډا په ټورنټو کې هم په افغانستان کې د بریدونو او هلته د پاکستان د مداخلې پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو په لاسونو کې د افغانستان بیرغونه نیولي ول او په واشنګټن ډي سي کې یې د کانګرس د ودانۍ مخې ته ویناګانې وکړې.

دوی تور پورې کړ چې د پاکستان استخباراتي اداره ای اېس ای په افغانستان کې د وسله والو ډلو او بریدونو تر شا ده.

دوی د برتانیا، امریکا او کاناډا له حکومتونو غوښتنه وکړه چې پر پاکستان فشار راوړي چې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

که څه هم د پاکستان حکومت د افغانانو د تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو په ماضي کې یې په بیا بیا دا خبره رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو یا نورو وسله والو ډلو ملاتړ یا مرستې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت په دې وروستیو کې په یوه رپورټ کې تور پورې کړی وو چې پاکستان د وسله والو ډلو له کارولو سره په افغانستان کې بې ثباتۍ ته لمن وهي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا رپورټ په کلکه رد کړی وو او ویلي یې ول چې پاکستان خپله د ترهګرۍ ښکار هېواد دی.

د مظاهرو یوې منتظمې حبیبې تسلا مشال راډیو ته وویل، افغان او بلوڅ مظاهره کوونکو په لندن، واشنګټن او ټورټنو کې د خپل احتجاج پر مهال د پکتیکا د یحیا خېلو د والي بال په لوبغالي کې د وروستي ځانمرګي برید غندنه وکړه.

د والي بال د لوبې پر مهال په شوي برید کې د ماشومانو په ګډون له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او د لسګونه ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG