د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاوخوا ۶۰ سلنه افغانان وايي، ژوند یې له کړاوه ډک دی


اوسمهال یوازې ۶ فیصده افغانان دا فکر کوي چې په کلي یا ښار کې یې اقتصادي حالت په ښه کېدو دی، خو ۶۷ فیصده وايي چې اقتصادي وضعیت خرابېږي.

په داسې حال کې چې نړیوال مشران د لندن تر کنفرانس وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او د افغانستان د یوازې نه پرېښودو هوډ یې کړی، افغانان فکر کوي چې ژوند یې له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی او وايي، دوی کړېږي.

د ګیلپ په نوم د یوې نړیوالې څېړنیزې ادارې تازه نظر پوښتنه وايي، په ۲۰۱۳ز کال کې هم افغانانو ویل چې مشکلات ګالي، خو سږکال حالت لا پسې خراب شوی ځکه چې شاوخوا ۶۰ فیصده افغانان فکر کوي چې له کړاو او سختیو سره مخامخ دي.

د افغانستان زیاتره خلک په کلیو کې اوسي. د کلیو ۶۴ فیصده اوسېدونکي او د ښارونو ۴۹ فیصده خلک وايي، کړېږي. که څه هم په افغانستان کې غربت زیات دی خو د کلیو زیاتره اوسېدونکي وايي، پروسږ کال داسې وختونه هم ورباندې تېر شول چې دوی د خوړو اخیستو پیسې نه لرلې. د ښارونو په پرتله د کلیو اوسېدونکي روغتونونه، ښوونځي او سړکونه هم نه لري.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت روانه میاشت پای ته رسي او د لندن په کنفرانس کې زیاتره توجه د هېواد امنیتي وضعې ته ورکړل شوه. خو د نظرپوښتنې تر مخه، د هېواد خراب اقتصادي حالات، په افغانستان کې وروستي وسله وال بریدونه او د بهرنیو ځواکونو وتلو، په ترتیب سره خلک د اندېښنو ښکار کړي.

اوسمهال یوازې ۶ فیصده افغانان دا فکر کوي چې په کلي یا ښار کې یې اقتصادي حالت په ښه کېدو دی، خو ۶۷ فیصده وايي چې اقتصادي وضعیت خرابېږي.

۸۶ فیصده افغانان د بې وزلۍ یا غربت د ختمولو په اړه له روانو هڅو مطمین نه دي. دا تعداد د ۲۰۰۸ز کال پرتله ۳۲ فیصده زیات شوی.

په افغانستان کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني حکومت وار له مخه له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او هلته د امنیت وضع هم خرابه شوې ده.

همدا لامل دی چې ښکاري چې افغان کروندګران به د خپل ژوند د ښه والي لپاره د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي. سږ کال په هغه هېواد کې د اپینو پیداوار بېساری وو.

د سروې تر مخه، د هېواد په غرب او جنوب کې ډېری خلک د اپینو او نورو نشه يي موادو په استعمال هم روږدي دي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

ګیلپ زیاتوي چې په لنډ مهالي توګه دا شونې نه ښکاري چې افغان حکومت به د تاوتریخوالي او د غربت په کمولو کې بریالی شي.

XS
SM
MD
LG