د لاسرسي ځای

د شاهین بونیري بلاګ : بودا سرګردانه دی


د ټیکسلا موزیم کې د بودا مجسمې

د ټیکسلا موزیم کې د بودا مجسمې

د جهان اباد په یوه غره کې پر یوه لوی کاڼي د بودا یوه مجسمه کښل شوې ده. په دې کې بودا د مراقبې په حال کې ښودل شوی دی. له پیړیو راهیسې بودایان او د فن او هنر مینان د دې مجسمې د زیارت لپاره وراتلل

له منګورې ښاره خواو شا د پنځلسو کلومیټرو په واټن کې د جهان اباد کلی پروت دی چې له څلورو خواوو په غرونو کې راګېر دی. یو وخت داسې و چې د دې غرونو په لمنو او سرونو به بودایانو د مینې او امن تبلیغ کولو. دلته به د انسانیت د لوړوالي خبرې او بحثونه کېدل او د ژوند په تیارو کې به د رڼا لټون کېدلو.

د جهان اباد په یو غره کې د بودا یوه مجسمه په غره کې پر یوه لویه ډبره کښل شوې ده. په دې کې بودا د مراقبې په حال کې ښودل شوی دی. له پیړیو راهیسې بودایان او د فن او هنر مینان د دې مجسمې د زیارت لپاره راغلي دي.

دا انځوریز کاڼی »Rock carving» نژدې ۲۳ فیټه اوچت دی او د تاریخپوهانو په وینا په اوومه پیړۍ کې انځور شوی دی. دا د لرغونپوهانو لپاره د افغانستان په بامیانو کې د بودا له مجسمو ورسته زښته ستر هنري کار ګڼل کېږي.

په سوات سیمه کې د مذهبي سختدریځې مفکورې له خورېدو وروسته د سیمې د لرغونو تاریخي اثارو څه اهمیت پاتې نشو. سختدریځه مذهبي ټولګو غوښتل چې هر هغه څه له منځه یوسي چې د یوې داسې ټولنې د بنیاد کېښودلو لپاره مهم وي چې په انسانیت، زغم او مینه ولاړه وي.

د اتم اکتوبر په شپه وسله والو طالبانو په جهان اباد کې د بودا د دغه لرغوني اثر د ړنګولو پلان جوړ کړو. د کلي یوه اوسېدونکي شمشېر خان ماته وویل چې د شپې نژدې څلوېښت پنځوس وسله وال طالبان په کلي راتېر شول او د غره لمنې هغې برخې ته يي ځان ورسولو چې بودا په مراقبه کې ناست و.


له دوی سره جنرېټر و او په کاڼو کې د سوري کولو اوزار هم ول. د کلي خلکو ته يې ویل چې له ستاسو سره مو کار نشته، خپل کار کوو او ځو.

شمشېر خان زیاته کړه، چې وسله والو اول د مجسمې په سر کې سوري وکړل، بیا يي له باروتو ډک کړی او اور يې ورته پورته کړو. له چاودنې سره د مجسمې سر لږ غوندې وران شولو. وسله وال تر ډېرو ساعتونو بوخت ول چې څه رنګ دې مجسمې ته زیات تاوان ورسوي. د سهار تر رڼا خورېدو وړاندې يې خپل سامانونه ټول کړل، په ډېر فاتحانه انداز يي خپل کلاشنکوفونه اسمان ته جګ کړل، ډزې يي وکړې او ستانه شول.

په سیدو شریف کې د سوات موزیم ډایرېکټر محمد اقلیم راته وویل: په سوات کې د بودا دوه ویشت داسې تاریخي اثار دي چې په ښه حال کې دي او باید د حفاظت لپاره يي ګامونه پورته کړل شي. هغه غمژن و او ویره يې محسوسوله هسې نه چې دا لرغوني تاریخي اثار د وسله والو په بریدونو کې له مینځه ولاړ شي.

دا تاریخي اثار که یو خوا د دې سیمې د ولسي، تاریخي او کلتوري شناخت لپاره زښته ستر ارزښت لري او هغوي ترې د خپل سباون لپاره الهام اخستی شي نو بلخوا دا د بودایانو لپاره ډېر سپېځلي ځایونه هم دي او که چېرې وژغورل شي نو دلته مذهبي سیلګري وده کولی شي او د سیمې د ولس په اقتصادي او کلتوري پرمختګ کې یو لویه ونډه لرلی شي.

کله چې په ۱۹۹۲م کال کې سختدریځه هندوانو په هندوستان کې تاریخي بابري جمات ړنګ کړو نو په پاکستان کې هم د دې په ځواب کې قهرجنې مظاهرې راوپارېدلې.

هم په هغو ورځو شپو کې د سوات په غالیګي کې خلکو د بودا یوه بله مجسمه هم ړنګه کړه چې له بریکوټه و مینګورې ته تلونکي د لوی سړک پر غاړه په یو غره کې پر یوه لویه ډبره کښل شوې وه. دغه شان په پیر بابا بونیر کې د سیکانو په ګوردواره هم بریدونه وشو او هغه یې هم وسوځوله.


د دې ټولو بریدونو په شا هغه خلک ول چې د اسلام د امن پیغام يې هېر کړی او د ځاني کرکې، ناپوهۍ او سیاسي مقصدونو لپاره ولس د عدم برداشت او تشدد په لور بیايي او د سیمې تاریخي او کلتوري تسلسل پرېکول غواړي.

د سوات د کلتوري ټولنې مشر عثمان ولسیار راته ویل چې څو کاله وړاندې مرکزي حکومت ته د یو بهرنۍ ادارې له خوا ۱۰۰ ملینه روپۍ په دې غرض ورکړل شوې وی چې ددې تاریخي اثارو د حفاظت له پاره په کار راوستل شي خو تراوسه په دغه اړه څه کار نه دې شوی.

ډاکټر عدیل ظریف په پیښور کې د یوې غیرسرکاري ادارې ؛سرحد کنزرویشن نیټورک؛ مشر دی . هغه راته ویل چې په اصل کې د پاکستان د ریاست پالیسي د کلتور نفي کوي. ډاکټر صیب سپیناوې اوکړو چې د پاکستان په درسي کتابونو کې طالب علمانو ته ښودل کیږي چې د هیواد قومي تاریخ د کال ۱۹۴۷ م نه شروع کیږي ، دا بالکل غلطه خبره ده ، د دې سیمې تاریخ خو زرګونه کاله زوړ دی او دلته د ګندهارا په نوم د نړۍ د یو ډیر لوي تهذیب بنیادونه کیښودل شوي وو.

په دې موضوع ما په دغه وخت کې د کراچۍ نه د خپریدونکې ؛نیوزلاین میګزین؛ لپاره د Obliterating a rich past په نوم یو راپور هم لیکلې وو. د راپور لپاره مې د پاکستان د نوموړې اداکارې او لیکوالې فریال ګوهر سره خبرې اوکړی . فریال د تاریخي اثارو د حفاظت یا کنزرویشن (Conservation)په اړه په یوه څیړنیزه پروژه هم کار کوي ، د هغې نه مې اوپوښتل چې په پاکستان او خاص توګه د پښتنو په سیمو کې په تاریخي اثارو بریدونو ته هغه څنګه ګوري. نو هغې راته اوویل چې وسله وال تنظیمونه او ځني داسې خلک چې په جرمونو کې ککړ وي په لرغوني اثارو بریدونه له دې کبله کوي چې د میډیا او نړیوالو توجه ځان ته کش کړي او دغه شان په حکومتونو د خپلو غوښتنو منلو لپاره فشار واچوي.

فریال ددې اثارو د اهمیت په اړه اوویل چې په اصل کې دا رقم اثار د یو قام د تاریخي او کلتوري ارتقا یو “Timeline” وي او د قام په شناخت “identity” جوړولو کې مهم کردار لري.ددې اثارو حفاظت ځکه مهم دی چې مونږ ددې اثاروپخوانو ټولنو د ژوند ژواک ، هغوي ته د ورپیښو ستونځو ، او د هغوي د کارنامو په اړه علم او پوهه ترلاسه کولې شو. ددې پوهې نه بغیر مونږ د مستقبل په اړه منصوبه بندي څنګه کولې شو؟

XS
SM
MD
LG