د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې بې پایلوټه الوتکې ۹ پاکستاني طالبان وژلي


بې پایلوټه الوتکه
بې پایلوټه الوتکه

د افغانستان د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کي د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستانيو طالبانو شاوخوا لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

روح الله انوري

کونړ: د افغانستان د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کي د بي پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستانيو طالبانو شاوخوا لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دکونړ امني قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل . ً د شنبي ماسپښین مهال د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې پاکستانيو وسله وال طالبانو خپل منځي غونډه درلوده چي دامریکايي بې پیلوټه الوتکې برید پرې وکړ.

عبدالحبیب سید خیل زیاته کړه چې ً د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نهه تنه پاکستاني طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي ديً.

د عبدالحبیب سید خیل په وینا ، په وژل شوو کې د پاکستانیو وسله والو طالبانو قومندان علي هم شامل دی.

قومندان وايي په یاد برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان ندی رسیدلی . هغه وویل یادو پاکستانیو طالبانو د افغان دولت مخالفینو سره لاس یو کړی و او پر افغان ځواکونو به يې بریدونه کول .

نوموړي دا هم وویل چې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره امنیت ښه شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په شلتن کي دشوي برید په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړده چې له تیرو نژدې دریو کالو په کونړ کي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي چې پکې د کورنیو او بهرنیو وسله والو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ده.

XS
SM
MD
LG