د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازربایجان: عدالت خبریالې خديجه اسماعيليا ته د دوه میاشتني بند سزا اورولې ده


Azerbaijan -- Khadija Ismayil
Azerbaijan -- Khadija Ismayil

د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې یو عدالت حکم ورکړی دی چي د ازادې اروپا راډیو د ازبايجاني څانګې خبرياله خديجه اسماعيليا دي تر دوه مياشتو په بند کې و ساتل شي.

باکو: د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې یو عدالت حکم ورکړی دی چي د ازادې اروپا راډیو د ازبايجاني څانګې خبرياله خديجه اسماعيليا دي تر دوه مياشتو په بند کې و ساتل شي.

د باکو د سبيل ښار عدالت د دسمبر پر پنځويشتمه د هغې مقدمې په لړ کې خديجه وربللې وه چي يو کس پر دې دا تور پورې کړ چي دې پر ده دا زور راوړی وو چي دی دي ځان ووژني.

د آزادي اروپا راډیو مشر نيناد پيچ د خديجي اسماعيليا پر ضد دغه عدالتي ګام غندلی دی.

نوموړي د جمعه په ورځ وويل چي د خديجې نيول او په بند کي ساتل د دوه کالونو راهيسې د روانو هڅو په لړ کې تازه هڅه ده چې غواړي هغه خبرياله خاموشه کړي چا چي د حکومتي کرپشن يا فساد او په ازبايجان کي يې له بشري حقونو څخه د سرغړوني په اړه تحقيقي رپورټونه جوړ کړي دي.

نوموړي دغه تورونه خواشېنونکي و بلل او زياته يې کړه، چي خديجه اسماعيليا ته د خبريالۍ سزا ورکول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG