د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت تهران ته د کډوالو د ستونزو په اړه یوه ډله لیږلی


د افغانستان د حکومت یوه ډله په ایران کې د شاوخوا اته لکو افغان کډوالو د برخلیک په اړه د خبرو په مقصد، تهران ته تللې ده.

په ایران کې د دې شمیر افغان مهاجرو د نور پاته کيدو وخت پوره شوی او د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

رویترز آژانس وایي، د ایران حکومت هغو افغان کډوالو ته چې د پناه اخیستنې درخواستونهیې نه دی ورکړی، شپږ میاشتې وړاندې ویزې ورکړې وې او دا ویزې ممکن د افغان ډلې د لیدنې او خبرو په مقصد، شل ورځې نورې هم وغزول شي.

د ایران د حکومت د شميرو پر بنياد، دا وخت په دې هیواد کې ديرش لکهه افغان کډوال ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG