د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو”


د جرمني چانسلري انګیلا میرکل وایي، هیواد به یې په افغانستان کې د ناټو عسکرو د جنګي ماموریت له ختیمدو وروسته خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

میرکل د جمعې پر ماښام په برلین کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ګډ خبرې کنفرنس کې وویل، په افغانستان کې د جرمني په ملاتړ کې به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او پراختیایي مرستې شاملې وې.

پر دې موقع اشرف غني وویل، د چین په ګډون یې له ګاونډیو هیوادو سره د سولې او امنیت په اړه د یوه سیمه ایز تړون خبرې پیل کړي دي.

د دواړو مشرانو له خبرو مخکې د جرمني پارلمان رایي ورکړې چې په ۲۰۱۵ م کال کې به ۸۵۰ جرمن عسکر په افغانستان کې پاته وي. پارلمان دغه راز له افغانستان سره په کال کې د ۴۳۰ میلونو يورو مرسته هم منظوره کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG