د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت له تحریک انصاف سره خبرې اترې کوي


د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار

د پاکستان حکومت وايي له مخالفه ګوند تحريک انصاف سره به ښايي خبري اتري د يکشنبې په ورځ پیل شي.

پراګ: د پاکستان حکومت وايي له مخالفه ګوند تحريک انصاف سره به ښايي خبري اتري د يکشنبې په ورځ پیل شي.

دا څرګندونې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د جمعې په ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. هغه ویلي چي له تحريک انصاف سره د خبرو اترو په پيلولو کي هيڅ ستونزه نه ويني.

نوموړي زياته کړې چې د وزيراعظم نواز شريف د برتانيا له سفره تر راستنيدو وروسته زيات امکان دا دی چې د يکشنبې په شپه خبرې اترې بيرته پیل شي.

د پاکستان حکومت په داسي حال کې د اپوزېشن له ګوند تحریک انصاف سره مذاکراتو ته غاړه ږدي چې تحريک انصاف د دسمبر پر اتمه نېټه د فيصل آباد ، پر دوولسم د کراچۍ او پر پنځلسم دسمبر د لاهور ښار بندولو اعلان کړی دی.

اسحاق ډار له تحريک انصاف څخه غوښتنه کړې ده چې د خيرسګالۍ په توګه دي د ښارونو تړلو اعلان بيرته واخلي.

تحريک انصاف تور لګوي چي واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند د ۲۰۱۳م کال په پارلماني انتخاباتو کې درغلۍ کړې وې.

د تحریک انصاف مشر عمران خان وايي چې د دې مسلې د پلټنو لپاره دي يو عدالتي جرګګۍ (کمیشن) جوړ کړل شي.

د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې واکمن مسلم لیګ (ن) وايي چې دوی هیڅ درغلۍ نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG