د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا له مرکزي حکومته د خپل ګېس حق غواړي


د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر مشتاق غني وايي، د پاکستان مرکزي حکومت له لوري د ګېس پر نویو پیوندونو «کنېکشنونو» د بندیز له وجې په صوبه کې صنعتي او تجارتي پرمختګاغېزمن شوی دی او په دې لړ کې صوبايي حکومتله وفاقي حکومته د دغه بندیز لیرېکولو غوښتنه کړې ده. د ده په خبره اعلا وزیرپروېز خټک وفاقي حکومت ته د دې بندیز لیرېکولو لپاره یو لیک هم استولی دی.

له مشال ریډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال د اطلاعاتو صوبايي وزیر مشتاق غني په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د هېواد له ایین سره سم چېرته چې کوم څیز یا شی پیدا کېږی پر هغه هغه لومړی حق د ځايي ولس تسلیمول پکار دی:

((چې کومه صوبه ګېس پیدا کوي، په هغه کې ولس ته د ګېس پر نویو پیوندونو یا کنکشنو بندیز لګول شوی دی، په بلوچستان کې هم په اول کې دا ستونزه وه چې هلته به ګېس پیدا کېدلو او هغوی ته به ګېس نه ورکول کېدو او نور ټول پاکستان به دغه ګېس کارولو، په پنجاب کې غنم پیدا کېږی نو په غنمو ورکولو کې پنجاب ته لومړیتوب ورکول کېږی او موږ ته غنم ډېر په ګرانه میلاوېږی))

د خېبرپښتونخوا د پانګې اچونې ادارې مرستیال مشر محسن عزیر وايي چې په پښتونخوا صوبه کې تر خپل ضرورت زیات ګېس پیدا کېږی او ترټولو زیات ګېس پنجاب صوبه کاروي او په خېبرپښتونخوا کې د ګیس پر نوو پیوندونو « کنېکشنونو» د وفاقي حکومت لخوا بندیز غیراییني دی او مرکز د پښتونخوا صوبې ایینی حق تر پښو لاندې کوي:

((په پښتونخوا کې هره ورځ۳۷۰ ایم ایم سي ایف ډي ګېس پیدا کېږی او په کورونو، صنعتونو او تجارت کې ټول ۲۷۰ایم ایم سي اېف ډي ګېس هره ورځ کارول کېږی نو مطلب دا چې هره ورځ دلته ۱۰۰ کروړه کیوبیک فیټه ګېس زیات پیدا کېږی، پنجاب يواځې په صنعتونو کې ۱۲۰۰کروړه کېوبیکه فیټه ګیس کاروي او په دې صوبه کې په صنعتونو کې یواځې ۴۰ کروړه کېوبیکه فیټه ګیس کارول کېږی، نو خبره دا ده چې ولی موږ ته خپل اییني او قانوني حق نه میلاویږي؟))

د پښتونخوا د اطلاعاتو صوبایی وزیر مشتاق غني مشال راډیو ته وویل چې د ګېس په نویو پیوندونو «کنېکشنونو« د بندیز لګولو ګام د تېر صوبايي حکومت په دور کې پورته کړی شوی وو خو یو بل صنعت کار او کارخانه دار غلام سرور مومند مشال راډیو ته وویل چې د تیر صوبايي حکومت یوه لویه کارنامه په اتلسم بدلون کې صوبايي خپلواکي ترلاسه کول وو خو مرکزي حکومت په اصلي شکل کې صوبو ته د خپلواکۍله ورکولو ډډه کوي:

((د تېر حکومت لویه کارنامه دا شوې وه چې صوبایي خپلواکي یې ترلاسه کړې وه او په ترڅ کې یې د صوبو پر شتمنیو د هغوی حق تسلیم کړل شوی وو خو د افسوس خبره دا ده چې وفاقي حکومت په ریښتیني ډول یې عملي کولو ته نه پرېږدي او په ګیس کنکشنو ی هم بندیز لګولی دی، او حال دا دی چې دا زموږیو قانونی حق دی چې څومره ګېس موږپیدا کوو له هغهموږ پوره ګټه پورته کړو))

صنعتکاران او کارخانه دار وایي، که چېرې اتلسم بدلون په خپله اصلي بڼه کې عملي کړل شي نو د صوبو او مرکز ترمینځ د شتمنیو د تقسیم دا ستونزه به هواره شي-

XS
SM
MD
LG