د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا په افغانستان کې اضافي سرتیري پرېږدي"


د واشنګټن پوست د راپور له مخې د ولسمشر اوباما اداره په پام کې لري د راتلونکي کال لپاره په افغانستان کې خپل سلګونه اضافي سرتیري په موقتي ډول وساتي.

د واشنګټن پوست د راپور له مخې د ولسمشر اوباما اداره په پام کې لري د راتلونکي کال لپاره په افغانستان کې خپل سلګونه اضافي سرتیري په موقتي ډول وساتي.

دا له هغو ۹۸۰۰ سرتیرو سربیره ځواکونه دي چې ولسمشر اوباما یې په افغانستان کې د پریښودلو اعلان کړی وو .

امریکا یې چارواکي وایې د اوباما د ادارې او متحدو هیوادونو ترمنځ پر دې بحث روان دی چې د ناټو هیوادونه به څومره ځواکونه د افغانستان د روزنیز ماموریت لپاره ولیږلی شي، خو دغه چارواکي د دې پلان په اړه نور جزییات نه دې ورکړي.

ټاکل شوې د ناټو دغه نوی روزنیز ماموریت د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه په افغانستان کې پیل شي.

دا نیټه مهمه ځکه ده چې امریکا او لویدیځ متحدین یې غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره داسې ډول محدود کړي چې د دې سبب نشي چې افغان حکومت له طالبانو سره په جګړه کې پاته راشي.

په دې وروستیو اونیو کې وسلوالو مخالفینو په پلازمینې کابل کې خپلې حملې ډیرې کړي دي .

چارواکي وایې له دې کبله چې د ناټو ټول هیوادونه به ونه شي کولائ د جنورۍ تر لومړۍ نیټې پوري د افغانستان لپاره ۱۲۰۰۰ دولس زره سرتیري تیار کړي، نو متحده ایالات به د دغې تشي د ډکولو لپاره یو ډېرشمیر سرتیرې په دغه هیواد کې وساتي.

د دغه امریکایې چارواکي په خبره دا سرتیري به تر هغو په افغانستان کې وي چې د ناټو هیوادونه خپل سرتیرې دې هیواد ته لیږي.

سپینې ماڼۍ د روان کال په مې میاشت کې تر خپل منځیو اوږدو بحثونو وروسته خپل هغه پلان واضح کړ چې د جنورۍ تر لومړۍ نیټې پوري به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره تر ۹۸۰۰ ته راکم کړي.

په دې سره د امریکا هغه پلان یو ګام مخته ځي چې له مخې یې په ۲۰۱۷ کال کې د اوباما د ولسمشرۍ دورې تر ختمیدو پوري په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور په بشپړ ډول پای ته رسیږي.

په همدې حال کې به نور ډېرې سرتیري د ناټو تر ماموریت لاندي د افغانستان د پوځ ملاتړ وکړي او یو شمیر نور به د تروریزم سره د مقابلې لپاره په جلا ډول ماموریت ته وګمارل شي او تر ډېره به یې تمرکز د القاعده شبکې سره مبارزه وي.

د امریکا یې چارواکو په خبره په افغانستان کې د دغو اضافي امریکایې سرتیرو د پاته کیدو خبره د دې لپاره شوې چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي او دفاعي تړون د یوې اوږدې مودې لپاره وځنډید.

تر دې وړاندي اوباما داسې پریکړه هم کړې وه چې له مخې یې امریکایې ځواکونو ته اجازه ورکول کیده چې تر روان کال وروسته هم کولی شي د وسله والو مخالفینو د بریدونو په مقابل کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

دغه دواړه ګامونه په افغانستان کې د امریکا د پوځي رول د محدودلو په برخه کې ستونزو څرګندونه کوي .

په داسې حال کې د دغه هیواد د ملي وحدت حکومت لا هم په هوایې او نورو عمده پوځي برخو کې په لویدیځ پوري متکي حکومت پاته شوی دی. دغه راز افغانستان د راتلونکو کلونو لپاره د خپل پوځ د ملاتړ لپاره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

د سلګونو اضافي سرتیرو د پاته کیدو پلان په اړه لومړی په نومبر کې د رویترز لخوا راپور ورکړل شوی وو، خو پنتاګون د دې پلانونو منل رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG