د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانان باید خپل بار پر خپلو اوږو واخلي"


د افغانستان ولسمشر وويل، هيله من دى چې هېواد يې بيا هېڅکله بهرنيو جنګي ځواکونو ته اړ نه شي.

د افغانستان ولسمشر وويل، هيله من دى چې هېواد يې بيا هېڅکله بهرنيو جنګي ځواکونو ته اړ نه شي.

محمد اشرف غني پرون «پنجشنبه»د لندن په کنفرانس کې وويل؛ افغانستان په خپل ټول تاريخ کې يوازې تېر ٣٠ کاله د بهرنيو جنګي قواوو مستقيمې مرستې ته اړ شو.ده هيله وښوده چې افغانستان به بيا دا عمل تکرار نه کړي.

ښاغلي غني ټينګار وکړ چې نړۍ په افغانستان کې د هرڅه مسووله نه ده؛ افغانان بايد مسووليتونه واخلي.

د افغانستان ولسمشر چې د بريتانيا له وزیر اعظم ډېويډ کمرون سره په ګډ کنفرانس کې خبرې کولې؛ په افغانستان کې امنيتي ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، موږ تل له داسې ګواښونو سره مخامخ نه يو چې له پوځي لارې يې مقابله وکړو.

د محمد اشرف غني په باور، په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره نورې لارې چارې هم شته چې هغه پانګوونه او اقتصادي فعاليتونه دي:

”تاسې زموږ شريکان اړتيا نه لرئ چې د اداري فساد د موضوع يا هم د بنسټونو د جوړولو يادونه راته وکړئ. موږ دا خپله دنده ګڼو او په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کوو.“

ښاغلي غني د بهرنيو اړيکو په باب وويل چې تر دې وروسته به له نړۍ سره د افغانستان راکړه ورکړه متفاوته وي. ده هيله وښوده چې د افغانستان شريکان به د دې نوې راکړې ورکړې ملګرتيا وکړي.

د افغانستان جمهور ریيس محمد اشرف غني د لندن په کنفرانس کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف څرګندونو ته اشاره وکړه چې د ستراتيژيکو امکاناتو لپاره د زمينو د برابرېدو خبره يې کړې وه:

”د پاکستان صدراعظمه! ستاسو مننه چې د نوي ستراتيژيک فرصت د امکاناتو يادونه مو کړې ده. موږ هيله من يو چې دغه ستراتيژيک فرصت به تقويه شي او موږ وکړاى شو؛ د دواړو خپلواکو دولتونو ترمنځ واقعي مساوات رامنځته کړو؛ زموږ ترمنځ همکاري د اسيا د اقتصادي حرکت لپاره مهمه ده.“

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وويل؛ پرېږده چې د افغانستان دوستان جشن ونيسي او هغه کسان چې ستونزه جوړوي بايد پوه شي چې تاريخ بيا نه تکرارېږي.
د ده په خبره افغانستان به تېر شا ته پرېږدي او د ملي يووالي په روحيه او اعتماد به د راتلونکي پر لوري حرکت کوي.

ښاغلي غني د افغانستان نړيوالو شريکانو ته په خطاب کې وويل؛ ستاسو د مرستو دوام ډاډ راکوي چې زموږ تر څنګ ياست؛ خو دا ځل د جګړې په جامو کې نه.

XS
SM
MD
LG