د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، غیر ریاستي عناصر د پاکستان کورنی امنیت ګواښي او دا چې که پر دوی کابو و نه موندل شو نو د هېواد حالات به نور هم خراب شي.
دا خبره نوموړي تېرې پنجشنبې پر ورځ په کراچۍ کې د دفاعي نندارتون پر مهال وکړه. جنرال شریف وویل، نادولتي عناصر په نړیواله کچه پیاوړي کېږي.
ده زیاته کړه چې پاکستان له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې د دې عناصرو پر ضد په جګړه کې مصروف دی.
هلته د تېرې پنجشنبې ورځ په لندن کنفرانس کې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم وویل چې ترهګر د افغانستان او پاکستان ګډ دښمنان دي.
ده زیاته کړه چې اسلام اباد او کابل په ګډه هڅه کوي چې افغانستان یو باثباته او خوشاله هېواد کړي.