د لاسرسي ځای

"په نړۍ کې تر ټولو کمه تنخا ښځو ته ورکول کېږي"


د ملګرو ملتونو د کارګرانو اداره وايي، په نړۍ کې په ډېرو ځایونو کې د سړیو پرتله زیاتې تعلیمیافته او تجربه لرونکو ښځو کمه تنخا ورکول کېږي.

په نړۍ کې د تنخاګانو په اړه د دې ادارې تازه رپورټ وايي، په ګرده نړۍ کې اوس هم ((د جنس پر اساس د تنخا واټن یا فرق)) موجود دی.

رپورټ په ۳۸ هېوادونو کې د ښځو او سړیو د تنخاګانو جاج اخیستی او ښيي چې په ټولو هېوادونو کې سړیو ته د ښځو پرتله زیات معاش ورکول کېږي.

په دې لړ کې تر ټولو لوی واټن په امریکا کې دی. هلته د سړي د ۱۰۰ ډالرو ګټلو په مقابله کې ښځې څه د پاسه ۶۲ ډالره معاش لري.

د کارګرانو نړیواله اداره وايي، د دې توپیر لاملونه د سړیو زیات تولیدي قوت، تعلیم یا تجربې پر اساس تشریح کړای شي.

خو رپورټ وايي، په اروپا، روسیې او برازیل کې د زیات تولیدي قوت، تعلیم یا تجربې د لرلو باوجود د ښځو او سړیو د تنخاګانو تر منځ فاصله موجوده ده.

XS
SM
MD
LG