د لاسرسي ځای

امریکا، برتانیا او نورو ملګرو یې ژمنه کړې چې له افغانستانه د بهرنیو جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته به هغه هېواد یوازې نه پرېږدي.

د تېرې پنجشبې پر ورځ د لندن کنفرانس ته د وینا پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له نړیوالو مرستندویه هېوادونو د افغانستان د مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت وروستي اقدامات د هغه هېواد له پرمختګ او ثبات سره مرسته کوي.

کنفرانس ته د وینا پر مهال د برتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون له افغانستان سره د خپل هېواد ژمنې بیا تکرار کړې او زیاته یې کړه چې اداري فساد په افغانستان کې د پانګونې مخه نیسي.

د لندن په کنفرانس کې له ۶۰ د زیاتو هېوادونو استازو ګډون وکړ. برتانیا او افغانستان د دې غونډې کوربانه ول.

XS
SM
MD
LG