د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر وایي هېواد یې هېڅ کله بهرنیو پوځیانو ته ضرورت ونلري


افغان ولسمشر اشرف غني ویلي، هیله من دی چې هېواد یې بیا هېڅ کله بهرنیو پوځیانو ته ضرورت ونلري.

نوموړي دا خبره د تېرې پنجشنبې پر ورځ د لندن کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړه. ده غربي هېوادونو ته په اشاره وویل، دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.

اشرف غني زیاته کړه چې په افغانستان کې د ستونزو پیدا کوونکي باید پوه شي چې تاریخ بیا نه تکرارېږي.

XS
SM
MD
LG