د لاسرسي ځای

پاکستان وایي، داعش ډلې سره د تړاو په تور یې ځېنې کسان نیولي


پاکستان وايي، په هغه هېواد کې یې د اسلامي دولت یا داعش په نوم له وسلې والې ډلې سره د تړاو په تور ځېنې کسان نیولي دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم په لومړي ځل په پاکستان کې د اسلامي دولت له ډلې سره د تړلو وسله والو د موجودګۍ پخلی وکړ

تسنیم اسلم د نیول شویو وسله والو د شمېر یا پېژندګلوۍ په اړه مالومات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG