هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
د کوټې په سرکي سړک له بړېڅ مارکېټ سره څېرمه په يوه چاودنه کې يو تن وژل شوی او د څلورو ماشومانو په شمول دیارلس تنه نور ژوبل شوي دي. د پولیسو په خبره د چاودنې هدف له بړېڅ مارکېت سره څېرمه د امنيتي ځواکونو پوسته وه، خو هغوي ته په کې کوم زیان رسېدلی نه دی.