د لاسرسي ځای

تازه خبر

لندن کنفرانس: نړۍواله ټولنه نوي افغان ولسمشر ته خوشبینه ده


د ازادۍ راډيو خبریال حامد مومند سره مرکه چې د لندن کنفرانس پوښښ ته تللی دی.

د لندن کنفرانس د برېتانيا بهرنيو چارو وزير فیلیف هامونډ او د افغانستان اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په پرانيستونکو ويناوو سره پيل شو.

د لندن کنفرانس د افغانستان په اړه یوه پراخه اجنډا لري، چې پکې نوی افغان حکمت به د خپلو هغو اصلاحاتو په اړه چې د اداري فساد مخنیوي او د اقتصادي ودې او پرمختیا په لړ کې یې کړې دي، نړۍوالې ټولنې ته بیان کړي.

په لندن کنفرانس کې برخوال د افغان ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی وايي، 'په افغانستان کې اصلاحات به افغانان پرمخ وړي' له هغه سره شوې مرکه په لاندینې پیوند کې اورېدلی شئ.

له لندن کنفرانسه حامد مومند له تازه مالوماتو سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

همداراز د نړۍوالې غونډې تر پیلېدو وړاندې د برتانیا د نړۍوالې پراختیا وزیر جسټن ګرینینګ له افغان خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې وویل، چې نړۍواله ټولنه هم ځینې غوښتنې او هیلې لري، هغه دا چې نوی افغان حکومت باید د اداري فساد پر ضد پراخه مبارزه وکړي او خپل اداري او اقتصادي اصلاحات په سنجیده توګه پلي کړي. د بشري حقونو او پیتېره د ښځو په برخه کې د بنیادي خدماتو په برخه کې یې د افغانستان حکومت د خپل ولس لپاره وړاندې کړي. او په دې برخه کې باید روڼ، جوت او څرګند پروګرامونه ولري.

د لندن کنفرانس په ټوکیو کنفرانس پسې پیلی جوړېږي چې په هغه کې نړۍوالو بسپنه ورکوونکو هېوادونو له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرسته اعلان کړې وه. په لندن کنفرانس کې نوې ژمنې نه کېږي، یواځې پر هغو مرستو به ټینګار کېږي چې له افغانستان سره شوې وې. د بریتانوي چارواکو په خبره دا یوه ښه موقع ده چې له نړۍوالې ټولنې سره به د افغانستان حکومت خپلې اړیکې بیا ټینګې کړي او له هغوی څخه د تلپاتې ملاتړ لپاره ژمنې واخلي.

د افغانستان حکومت ټوکیو کنفرانس کې ژمنه کړې وه چې د نړۍوالو مرستو په بدل کې به اصلاحات راولي او د فساد پر وړاندې به اغېزمنه مبارزه کوي.

د توکيو له کنفرانس وروسته پرېکړه وشوه، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه به يو لړ غونډې وشي، چې له افغانستان سره د شويو مالي مرستو او افغان حکومت کې د اصلاحاتو راوستو بهيرونه وڅارل شي.

لویدیځ د نوي افغان حکومت په باب ډېر خوشبینی دی

په لندن کنفرانس کې برخوال بهرني چارواکي له نوي افغان حکومته ډېرې هیلې لري. د لندن کنفرانس پوښښ ته تللی د ازادۍ راډيو خبریال حامد مومند د بریتانوي لوړپوړو چارواکو له خولې وايي، چې نړۍواله ټولنه د نوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په خپل هېواد کې د اداري فساد پر ضد، د اداري اصلاحاتو او په نورو برخو کې د هغه کړې ژمنې جدي اخلي. او تر دا اوسه د هغه له اخیستو ګامونو خوښ دي.

خو په لندن کنفرانس کې په ټوکیو کنفرانس کې له افغانستان سره د کړو مرستو پر شفافیت هم خبرې کېږي. او نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د یوې منظمې اقتصادې ودې غوښتونکي دي.

د لندن کنفرانس جهاني برخوال

په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله په ګډون لوړپوړى دولتي پلاوى، د مدني ټولنې ٦٠ کسيز پلاوى او يو شمېر افغان خبريالان ګډون لري.

دغه راز په کنفرانس کې د برېتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمرون، د دې هېواد نور لوړپوړي چارواکي، د امريکا بهرنيو چارو و زير جان کېري او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په ګډون د ٥٠ هېوادونو او ٢٥ نړۍوالو سازمانونو او ادرو استازي ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG