په ننګرهار کې د پولیسو له روزنیر مرکز څخه ۷۳ تنه محلي پولیس فارغ شول.
په دې ولایت کې د پولیسو روزنیز مرکز قومندان عبدالغفار نثاري مشال راډيو ته وویل،چې دغو ۷۳ تنو محلي پولیسو ته يې د څلورو اونیو په موده کې مسلکي او حرفوي زده کړې ورکړي.
نوموړي وویل یاد شوي محلي پولیس به د ختیځو ولایتونو په مختلفو سیمو کې ځای پرځای شي.
د ویلو ده،چې د پولیسود یاد روزنیز مرکز له پيل نه تر اوسه څه باندې شپږشپیته زره پولیس په بیلابیلو برخو کې روزل شوي.