د لاسرسي ځای

پکتیکاوال د نیمګړو روغتیايي خدمتونو نه شکایت کوي


د پکتيکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خلک د ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي، د یاد ولایت اوسیدونکي وايي، که څه هم په ځینو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه او کلینکونه جوړ شوي، خو مسلکي ډاکټران او د اړتیا وړ دوا درمل نه لري.

د پکتيکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خلک د ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخامخ دي، د یاد ولایت اوسیدونکي وايي، که څه هم په ځینو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه او کلینکونه جوړ شوي، خو مسلکي ډاکټران او د اړتیا وړ دوا درمل نه لري.

بلخوا د پکیتکا د روغتیايي چارو مسوولین د خلکو نیوکې پرځای بولي او زیاتوي، چې له یوې خوا د مرکز څخه یاد ولایت ته د روغتیا په برخه کې لږ امکانات ورکول کیږي او بل لوري ته په پکتیکا کې مجرب ډاکټران او متخصصین هم په کافي اندازه نشته، تر څو دوی يې په مرکز او ولسوالیو کې په دندو وګماري.

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې ولایتي روغتون او د یاد ولایت په ګڼو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه او کلینکونه موجود دي، خو سیمه وال وايي، چې په کلینکونو کې مجرب نارینه او ښځینه ډاکټرانې نشته، همدارنګه د ولایتي روغتون په شمول د ولسوالیو په مرکزونو کې ډېر واړه لابراتواري معاینات او د ناروغیو تشخیص هم نه اجراء کیږي، نو دوی له ناکامه د درملنې له پاره پاکستان او یا نورو سیمو ته ځي.

د مرکز ښرنې دوه تنه اوسیدونکي مشال راډيو ته وايي، چې په خپله ولایتي روغتون کې هم ډېر ساده لابراتواري معاینات نه ترسره کيږي:

((۱-ما د ښرنې شفاخانې ته ناروغ ور وړی وو، ډاکټر راته د معدې یو ټیسټ ولیکه، د لابراتوار والا راته وویل، چې دلته مواد نشته، بیدیا ته به ولاړ شې، هغه ټیسټ مو په دوه نیم سوه بیدیا کې وکړ، نو اوس ته قضاوت وکړه، چې په ولایتي روغتون کې د معدې یو وړوکی ټیسټ نه کیږي، نو دا به تداوي څرنګه وکړي.

۲-په دې روغتون کې دواوې کمې دي، قوي ډاکټران په کې نشته، ناروغانو ته یوه او بله پلمه کوي، که اپنډیکس يې وي، یا تور زیړی وي، دا سخت سخت مرضونه به درته وښایم، دوی ورته وايي، چې دلته يې علاج نه کیږي، که لاس يې مات شي او يايې پښه ماته شي بل ځای ته به ورته ځي.))

د پکتیکا اوسیدونکي زیاتوي، چې د يوه مجهز روغتون د نه شتون له امله د امنيتي پيښو پرمهال ډير شمېر ټپيان ساه ورکوي، ځکه چې په ولايت کې يې سمه تدواي نه کيږي او ډيری ټپیان د درملنې او معالجې له پاره پلازمینې کابل ته ليږدول کيږي.

د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي مرجان وایي، چې څو ورځې وړاندې یاد روغتون ته د چوره عملیاتو په خاطر ورغلم، خو د روغتون د ادارې له خوا د نه ځواب راکړل شو او له ناچارۍ مې عملیات په یو خصوصي روغتون کې ترسره کړل:

((زه د روغتون د عملیاتو سرجن ډاکټر ته ورغلی وم، د هغې ځواب دا وه، چې تر څو مریض په کټ کې نه وي راغلی او د ژوند او مرګ اخري حد يې نه وي، تر هغه زه څوک نشم عملیات کولای، دا یو ډېر زیاتۍ او نا جایزه ده، چې په دې ځای کې له غریبانو سره کیږي، اوس دا ډاکټر خو یوازې د دې له پاره نه دی راغلی، چې مرګوني ناروغان دې علاج کوي، بلکې مخکې له دې نه چې ناروغ کټ ته ځي باید علاج يې وشي.))

د پکتيکا روغتيايي مسوولين هم مني، چې په پکتیکاکې يې هغسې روغتیايي خدمتونه نه دي وړاندې کړي، چې اړتيا ده، خو لامل يې له مرکزه د کمو امکاناتو شتون ګڼي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولي ګل وايي، له يوې خوا دوى ته د ولايت په کچه د ٣ لکه کسانو د نفوس تشکيلات او امکانات ورکړل شوي او بل په پکتيکا کې د طب په بيلابيلو رشتو کې متخصص کسان ډير کم پيدا کيږي، چې دوى يې په دندو وګماري.

پکتيکا د افغانستان په سویل ختیز کې د سرحدي ولایتونو څخه دی، چې د لوستو کسانو شمېر په کې لږ دی، خلک يې ډیری وخت روغتیايي لارښودنو ته لازمه پاملرنه نه کوي او اوسیدونکي يې په اقتصادي لحاظ کمزوري دي، چې دا ټول لاملونه په خپله پکتیکا کې د بیلابیلو موسمي او میکروبي ناروغیو د خپریدو او ډیریدو لامل ګرځي.

XS
SM
MD
LG