د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید د اسلامي دولت پر ضد پيلې تګلاره ولري


لیکوال احمد رشید لیکي، القاعده د لیرې دښمن یعني امريکا او اسلامي دولت وسله ډله بيا د نږدې دښمن یعني پر عربو هېوادونه باندي په قهر ده.

پاکستاني ليکوال احمد رشيد په نيويارک بکس ريويو کي ليکي د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد امريکا اوس هم يوې پيلې پاليسۍ ته اړتيا لري.

ليکوال وايي، اسلامي دولت وسله والې ډلې چې غربي او عرب هېوادونو لپاره کوم بحران راولاړ کړی دی، د هغه مخه هغه وخت نيو ل کيدلی شي کله چې په دې خبره ځان پوه کړو چې دغه ډله په اصل کي غواړي څه؟

احمد رشيد زياتوي لومړی بايد موږ دا ومنو چې اسلامي دولت وسله والې ډلې د غربي هېوادونو پر ضد جګړه نه ده پيل کړې.

البته د ليکوال په خبره په دې ډله کي له ۹۰ هېوادونو شاوخوا ۱۸ زره بهرني جنګيالي بهرتي شوي دي او ويره دا ده چې که دغه کسان بيرته خپلو هېوادونه ته ستانه شول نو کيدلی شي هلته ترهګر فعاليتونه ترسره کړي نو د احمد رشيد په خبره دغه خبره بايد جدي واخیستل شي.

ليکوال زياتوي، د القاعده برعکس اسلامي دولت وسله والې ډلې امريکا او اتحاديان په نښه کړي نه دي.

القاعده د لیرې دښمن یعني امريکا او اسلامي دولت وسله ډله بيا د نږدې دښمن یعني پر عربو هېوادونه باندي په قهر ده.

د ليکوال په خبره د اسلامي دولت وسله والې ډلې جګړې ته د اسلام دننه جګړه ويل کيدلی شي ځکه چې دا ډله شیيعه ګان، مذهبي اقليتونه او منځلاري مسلمانان په نښه کوي.

د ډلې نظريه پر وهابيت ولاړه ده او غواړي د خپل سلفي سوچ مطابق يو خلافت جوړ کړي.

احمد رشيد وايي، د دې ډلې د مخنیوي لپاره پکار ده امريکا تګلاره بدله کړي.

لومړی بايد پينټاګون نه بلکې هغه عرب هېوادونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د جوړ ايتلاف مشري وکړي چې د دې ډلې لخوا ځپل شوي دي.

د ده په وينا سعودي عرب او اردن په وسايلو ښه سمبال دي نو ځکه دوی د ايتلاف مشری کولی شي خو د دوی باچاهان د امريکا د ملاتړ بغېر داسئ کول نه غواړي.

دا شان ترکي بيا له امريکا څخه د بشار الاسد او د کردانو په مسله خفه ده.

نو د احمد رشيد په خبره د ايتلاف کاميابي او د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په کاروايي کي د امريکا کردار ډېر اهم دی.

د دې ترڅنګ ليکوال احمد رشيد عرب هېوادونو ته دا مشوره ورکوي چې بايد خپل ولس د اسلامي دولت وسله والې ډلې په تندلاري فکر پوه کړي چې ګواکې دغه ډله دوديزه او له زغم ډک اسلام تباه کوي.

خو د ده په خبره دا کار په منطقه کي يوازي امريکا او ناټوهېوادونه د سفارتي هلو ځلو له لارې کاميابولی شي.

XS
SM
MD
LG