د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خېبر پښتونخوا اسبملۍ غړو ته دې د وسلو ساتلو اجازه ورکړل شي'


کورنیو چارو له محکمې چې شمېرې راغلې دي نو د هغو له مخې په کلنګ اخیستلو کې ۹۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی

بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې د کلاشنکوف غوندې ممنوعه وسلو د اجازت نامو په اړه د یوې لیکلې پوښتنیپه ځواب کې د قانون صوبايي وزیر امتیاز شاهد قرېشي وویل، چې تر دې دمه یواځې ۶۷ ډاکټرانو ته د کلاشنکوف ساتلو اجازتلیکونه ورکړل شوي دي او زیاته یې کړه چې د ممنوعه وسلو لایسنسونه به هر هغه چاته ورکول کېږي چې امنیتي ګواښونه ولري.

د صوبايي اسمبلۍ له غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې د قانون صوبايي وزیر امتیاز شاهد قرېشي وویل چې په پېښور کې امنیتيحالات خراب وو نو ځکه یې ۶۷ هغه ډاکټرانو ته د کلاشنکوف ساتلو اجازتلیکونه ورکړي دي چې له زیاتو امینتي ګواښونو سره مخامخ وو:

«په پېښور کې د امنیت حالات ډېر خراب وو او ډاکټران د پیسو لپاره له تښتونو او هدفي وژنو سره مخامخ وو، نو دوی ته تر دریو میاشتو پورې د پېښور پولیس مشر په لنډمهالې توګه د ممنوعه وسلو ساتلو اجازتلیکونه ورکړي دي، لوړپوړي پولیس چارواکو ته اختیار شته چې هر څوک دې اجازتلیکونه ته اړتیا لري نو له هغوی یې ترلاسه کولی شي، او پر دې نور قانونی کار هم روان دی او چاته چې هم د خپل حفاظت په خاطر د ممنوعه وسلو ساتلو اړتیا وي هغوی ته به صوبايي حکومت اجازه ورکوي»

خو د داخله چارو لپاره د قائمه کمیټۍ یو غړی شاه حسین د اسمبلی غونډی ته په خپله وینا کې وویل، چې د ممنوعه وسلو اجازتلیکونه په باب د صوبايي او مرکزي ترمینځ

قانونی کاروايي بشپړه شوې ده او دغه واک صوبې ته سپارل شوی دی خو پکار ده زرترزره د صوبې اعلا وزیر د دې رسمي منظوري ورکړي.

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ممنوعه وسلو د اجازتلیکونو په اړه دا سوال د جمعیت علماء اسلام د اسمبلۍغړی مفتي فضل غفور داخل کړی وو او په دغه سوال کې نوموړي د داخله چارو له محکمې غوښتنه کړې وه چې د امنیتي ګواښونو په خاطر دې د صوبايي اسمبلۍ غړو ته هم د ممنوعه وسلو د ترلاسه کولو طریقه کار وښودل شي.

مفتي فضل غفور مشال راډیو ته وویل: «د کورنیو چارو له محکمې چې شمېرې راغلې دي نو د هغو له مخې په کلنګ اخیستلو کې ۹۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی او چې څوک کلنګ نه ورکوي نو د هغوی د کورونو خوا کې چاودنې کېږي. په صوبايي اسمبلۍ کې هم داسې ډېر غړي دي چې هغوی څه نه وايي خو له هغوی هم د کلنګ غوښتنی کېږي او دړکې ورته ورکول کېږي.خو زه افسوس کوم چې په غیر قانوني توګه ډاکټرانو ته د وسلو ساتلو اجازتلیکونه ورکول کېږي. دا چې د ډاکټرانو لپاره قانون ماتېږي نو د اسمبلۍ د غړو لپاره دې هم قانون مات کړل شي یا دې زر ترزره د اسمبلۍ غړو ته په قانونی توګه د وسلو ساتلو اجازتلیکونه ورکړل شي»

صوبايي اسمبلی ته د داخله چارو محکمې د لېږل شوي ځواب له مخې د وسلو ساتلو اجازتلیکونو لپاره په ۲۰۱۳م کال کې له صوبايي اسمبلۍ قانون منظور کړل شوی دی خو تر دې دمه یې د ممنوعه او غیر ممنوعه وسلو په اړه خپله کړنلاره سرته نه ده رسولې.

XS
SM
MD
LG