د لاسرسي ځای

عثمان کاکړ: خان شهید د پښتون ولس سرلوړي غوښته


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان خان کاکړ وايي، تر کومه پورې چې د بلوچستان په صوبايي حکومت کې استخباراتو لاس وهنه بنده کړې نه وي، تر هغې په صوبه کې امن نشي راتلای.

دا خبرې نوموړي پرون «سېشنبه» ماځيګر په کوټه کې د خان عبدالصمد خان «خان شهيد» د تلین په لړ کې يوې جلسې ته د وینا په وخت وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د اسلام آباد واکمن پر ډیورنډ کرښه خندق کاږي، او وايي چې له دې سره به ترهګري بنده شي. خو په اصل کې د دوی خپلې استخباراتي ادارې د همدې ترهګرو مرسته او ملګرتيا کوي.

عثمان کاکړ په خپله وینا کې زیاته کړه، چې، خان شهید د پښتون ولس د خپلواکۍ، سوکالۍ او له نورو قامونو سره د هغوی د برابرۍ او سیالۍ لپاره مبارزه کوله، ځکه خو یې نه یوازې تر درو لسیزو زیات وخت په پاکستانیو بندیخانو کې تېر کړ بلکې په ډېره وحشي توګه سره په شهادت ورسول شو. نوموړی وویل، خان شهید ته د عقیدت پېرزو کولو غوره لاره دا ده چې د هغه لاره او تګلاره پر مخ یووړل شي.

XS
SM
MD
LG