د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني د ځینو ولایتونو ملکي او امنیتي چارواکي بدلوي


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانڅ-مایکل مېلبن اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي، ((ولسمشر غني غواړي چې د هېواد په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات راولي.))

چارواکي وايي، افغان ولسمشر اشرف غني پلان لري چې د ناامنو ولایتونو ملکي او پوځي مشران بدل کړي. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې په دې وروستیو کې تر وسله والو بریدونو وروسته د کابل پولیسو مشر جنرال محمد ظاهر استعفا ورکړه. په کابل کې په درو ورځو کې په شویو حملو کې د یو شمېر افغانانو په ګډون څلور بهرنیان ووژل شول. په دوی کې یو د برتانیوي سفارت کارکوونکی هم شامل دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانڅ-مایکل مېلبن اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي، ((ولسمشر غني غواړي چې د هېواد په امنیتي ځواکونو کې اصلاحات راولي.))

د ده په خبره، د امنیتي ځواکونو د سرتېرو د چارو په چلولو کې نیمګړتیاوې دي چې له کبله یې تر ټولو ښه سرتېري مخې ته نشي راتللای.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي، غني پلان لري چې د کندوز، بادغیس، غزني، ننګرهار او هېلمند لوړپوړي چارواکي بدل کړي.

ده وویل، دا کار به ژر پیل شي او ښايي دوه یا درې میاشتې وخت واخلي.

په یادو ولایتونو کې له کلونو راهیسې وسله وال فعالیتونه کوي چې له کبله یې امنیتي ځواکونه د لوړو ځاني زیانونو ښکار شوي دي.

په پکتیکا کې په دې وروستیو کې د والي بال لوبې پر مهال په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول، دا په افغانستان کې د روان کال تر ټولو خونړی برید وو.

د دې ډول بریدونو له کبله د ولسمشر غني حکومت له فشار سره مخامخ شوی او همدا لامل دی چې غني د هېواد د پوځي او امنیتي ستراتیژۍ د ارزونې امر کړی.

دا ارزونه به د جګړې د میدان ستراتیژۍ او د افغان ځواکونو د کار جاج واخلي او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې به پوره شي.

ولسمشر اشرف غني چې د خپلې دندې لوړه وکړه نو له امریکا او ناټو سره یې امنیتي او دفاعي تړونونه لاسلیک کړل. امریکايي ولسمشر باراک اوباما هم امر وکړ چې د دوی سرتېري به یوازې د القاعدې وسله والو پر ضد نه بلکې د طالبانو پر ضد هم جنګېږي.

له امریکا سره د تړون تر مخه، زرګونه امریکايي سرتېري به تر ۲۰۱۶ز کاله په افغانستان کې پاتې کېږي او هلته به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG