د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریاله او لیکواله زرغونه کارګر مو مېلمنه ده


خبریاله زرغونه کارګر
خبریاله زرغونه کارګر

زرغونې کارګر سږ کال د وار وډوز اف افغانستان « د افغانستان جګړې کونډې» په اړه یوه دستاویزي فلم هم جوړ کړی دی.

په سروه نننۍ خپرونه کې راسره له لندنه خبریاله زرغونه کارګر مېلمنه ده. زرغونه لهبي بي سي راډيو سره کار کوي. نوموړې یوه لیکواله، او د بي بي سي راډيو د ګڼو پروګرامونو کوربنه هم پاتې شوې.

خبریاله او لیکواله زرغونه کارګر مو مېلمنه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هغه په کابل کې زوکړې او په پېښور کې یې د ژورنالزم زده کړې کړې دي. په ۲۰۰۱م کال بریتانیا ته ولاړه. مخکې یې د ځوانانو لپاره د بي بي سي په یوه ورکشاپ کې مسلکي روزنیزه زدکړې ترلاسه کړې وې، چې وروسته بیا په لندن کې د بي بي سي پښتو او دري پروګرامونو پروډیوسره او وړاندېکونکې «پریزېنټره»شوه.

زرغونه د ښځو لپاره د یوه ځانګري پروګرام د کوربه توب پرته د ښځو لپاره د یو کتاب ډيېر زري «ګرانۍ زرۍ« لیکواله هم ده. دغه کتاب په مختلفو ژبو کې چاپ شوی دی. پروسږ کال هغې د ګرل رایزینګ «نجونه پرمختګ کوي» په نامه د نجونو تعلیم په باب یو دستاویزي پروګرام هم جوړ کړی وو. سږ کال یې د وار وډوز اف افغانستان « د افغانستان جګړې کونډې» په اړه یوه دستاویزي فلم جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG