د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریاله او لیکواله زرغونه کارګر مو مېلمنه ده


خبریاله او لیکواله زرغونه کارګر مو مېلمنه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په سروه نننۍ خپرونه کې راسره له لندنه خبریاله زرغونه کارګر مېلمنه ده. زرغونه له بي بي سي راډيو سره کار کوي. نوموړې یوه لیکواله، او د بي بي سي راډيو د ګڼو پروګرامونو کوربنه هم پاتې شوې. هغه په کابل کې زوکړې او په پېښور کې یې د ژورنالزم زده کړې کړې دي. په ۲۰۰۱م کال بریتانیا ته ولاړه. مخکې یې د ځوانانو لپاره د بي بي سي په یوه ورکشاپ کې مسلکي روزنیزه زدکړې ترلاسه کړې وې، چې وروسته بیا په لندن کې د بي بي سي پښتو او دري پروګرامونو پروډیوسره او وړاندېکونکې «پریزېنټره» شوه. زرغونه د ښځو لپاره د یوه ځانګري پروګرام د کوربه توب پرته د ښځو لپاره د یو کتاب ډيېر زري «ګرانۍ زرۍ« لیکواله هم ده. دغه کتاب په مختلفو ژبو کې چاپ شوی دی. پروسږ کال هغې د ګرل رایزینګ «نجونه پرمختګ کوي» په نامه د نجونو تعلیم په باب یو دستاویزي پروګرام هم جوړ کړی وو. سږ کال یې د وار وډوز اف افغانستان « د افغانستان جګړې کونډې» په اړه یوه دستاویزي فلم جوړ کړی دی. د سروه خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

XS
SM
MD
LG