د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېډز مېکروب د پخوا پرتله لږ مرګونی او کم موثره دی


د اوکسفرډ پوهنتون څېړونکي وايي، د پخوا پرتله اوس د اېډز لامل کېدونکی اېچ ای وي د ناروغۍ په خپرولو کې زیات وخت اخلي.

د دوی په خبره، له دې کبله اوس ساینسپوهان کولای شي چې پر هیومن اېمیونو ډېفېشنسي وایرس یا اېچ ای وي فشار زیات کړي او د دې وېجاړونکی قوت کم کړي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په نړۍ له ۳۵ میلیونه زیات کسان دا مهال په بدن کې د اېچ ای وي مېکروب لري.

ډبلیو اېچ او وايي، ۳۰ کاله اګاهو چې د اېډز ناروغي په خپرېدو شوه نو له هغه وخت راهیسې یې شاوخوا ۴۰ میلیونه کسان وژلي دي.

کله چې د انسان وجود ته د اېچ ای وایرس داخل شي نو دا د ناروغیو پر وړاندې د انسان پر دفاعي نظام حمله کوي.

ساینسپوهان وايي، کله چې دا وایرس پر دفاعي نظام حمله وکړي نو د دفاعي نظام په چاپېریال کې ځان ته ځای پیدا کړي. له دې سره دا وشي چې د اېچ ای وي د وېش او له دې لارې د دې د شمېر زیاتېدو عمل ورو شي. همدا وجه ده چې بیا دا وایرس د اېډز ناروغۍ په پیدا کولو کې زیات وخت اخلي.

کله چې وایرس د ناروغۍ په خپرولو کې زیات وخت واخلي نو کمزوری شي او چې بیا نورو انسانانو ته خپرېږي نو لا کمزوری او نا موثره کېږي.

په جنوبي افریقا کې پر شاوخوا ۲۰۰۰ اېچ ای وي لرونکو ښځو شوې تجربې ښيي چې د دوا له استعمال سره هیومن اېمیونو ډېفېشنسي وایرس په بل نسل کې له کم قوت سره پیدا کېږي.

خو پر دې ټولو مالوماتو سربېره، څېړونکي په خپله نوې څېړنه کې خلکو ته خبرداری ورکوي چې که وایرس کمزوری هم شي، د اېډز لامل ګرځېدای شي.

د اېډز د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د روان ۲۰۱۴ز کال تر جونه په نړۍ کې شاوخوا ۱۳،۶ میلیونه خلکو ته د اېډز دوایانې میسرې وې چې دا د ۲۰۱۰ز کال پرتله لوی شمېر دی.

د اېچ ای وي مېکروب د وینې انتقال، د پېچکارۍ په ذریعه د نشه یي موادو له استعمال او له نامحفوظه جنسي اړیکو سره له یوه کسه بل هغه ته خپرېږي.

XS
SM
MD
LG