د لاسرسي ځای

تازه خبر

“امریکا به ډېره ساده وي چې فکر وکړي، پاکستان خپله تګلاره بدله کړې”


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جېن ساکي د دوشنبې پر ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف امریکا ته د سفر په اړه خبریالانو ته وویل، جنرال شریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له یو بل سره د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې:

((هغوی په سیمه کې د سولې او امنیت په لړ کې پر روانو هڅو خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کې د امنیت وضعې ښه کولو په لړ کې د پاکستان د قربانیو او د پاکستان د دې ژمنتیا ستاینه یې وکړه چې د هر ډول سختدریځۍ پر ضد به مبارزه کوي.))

جنرال شریف د خپل سفر په لړ کې په امریکا کې شاوخوا دوه اوونۍ تېرې کړې. د دې سفر نتیجې څه کېدای شي؟

په پاکستان کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیاتو ((امریکا خوشاله کړه، نو له دې دا ښکاري چې د امریکا او پاکستان دفاعي اړیکي په ښه کېدو دي.))

د جنرال مسعود په خبره، له افغانستانه د پوځیانو ایستلو له کبله په سیمه کې د امریکا دلچسپي په کمېدو ده نو همدا لامل دی چې د اړیکو ښه کېدو باوجود باید اسلام اباد له واشنګټنه د مرستو زیاته هیله ونلري:

((د پاکستان پوځي مشران دا فکر کوي چې که امریکا ورسره پوځي مرستې وکړي نو دا به د پاکستان لپاره ګټور کار وي. خو په سیمه کې د امریکا دلچسپي نسبتاً په کمېدو ده او توجه یې بلې خوا ته اوړي. نو دا به ګورو چې ایا ریښتیا به هم امریکا خپلې مرستې پر ځای وساتي یا به یې کمې کړي. مرستې به یقیناً کموي، خو څومره کمي به کوي، دا به وروسته مالومه شي. موږ باید د مرستو زیاتې هیلې یا تمې ونلرو.))

جنرال مسعود زیاته کړه چې امریکا پر دې ښايي پوهېږي چې پاکستان د وسله والو ډلو په اړه خپله تګلاره بدله کړې ده. ایا ریښتیا هم واشنګټن دا فکر کوي او که نه؟

د واشنګټن د ووډرو وېلسن سېنټر څېړونکی او لیکوال مایکل کوګل مین وايي، ده ته نه ښکاري چې ګوندې امریکا ریښتیا هم دا فکر کوي چې پاکستان خپله تګلاره بدله کړې ده.

دی وايي، امریکا به ډېره ساده وي چې داسې فکر وکړي:

((زه فکر نه کوم چې واشنګټن [د پاکستان] په تګلاره کې څه خاص یا ډراماټیک بدلون ویني. زما په اند [په شمالي وزیرستان] کې عملیات د امریکا لپاره یوه وړه بریا ده ځکه چې له کلونو راهیسې یې پر پاکستان هلته د عملیاتو کولو ټینګار کاوه. په اصل کې د امریکا حکومت دا فکر نه کوي چې ګواکې پاکستان دې د خپلو ستراتیژیکو اثاثو یا شتمنیو په اړه پالیسي بدله کړې وي ځکه چې پاکستان د ښو او بدو وسله والو تر منځ فرق کوي او یوازې هغه په نښه کوي چې پاکستان ګواښي. زما په اند امریکا به ډېره ساده وي چې د پاکستان په تګلاره کې بدلون ویني ځکه چې داسې هېڅ شواهد لا نشته چې پاکستان به دا کار کړی وي.))

خو د مایکل کوګلمین د څرګندونو برعکس، د پاکستان پوځي او ملکي مشرانو په بیا بیا ویلي دي چې دوی د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې ټولې وسله والې ډلې په نښه کوي او د هغوی تر منځ توپیر نه کوي.

ځېنې شنونکي لکه پخوانی جنرال طلعت مسعود دا ګڼي چې د جنرال راحیل شریف امریکا ته د سفر له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري کمه شوې ده او دا چې واشنګټن فکر کوي چې له افغانستانه د پوځیانو ایستلو په بهیر کې د پاکستان کردار د ارزښت وړ دی.

XS
SM
MD
LG