د لاسرسي ځای

“ډېر ژر به یو شمېر نوي والیان او ښاروالان وټاکل شي”


د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ادارې په پیشنهاد او د ولسمشر په منظوري د یو شمېر ولایتونو والیان او ښاروالان بدل شي.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ وایي، دا بدلونونه ترډیره په هغو ولایتونو کې راځي، چې امنیتي وضعیت په کې ښه نه دی.

ښاغلي غورځنګ نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل چې د دې بدلونونو په لړ کې محمد عمر ساپی د کندوز د نوي والي په توګه ټاکل شوی.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي هم په خپلو تازه څرګندونو کې اسوشیټیډ پرس اژانس ته ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني غواړي د کندوز، بادغیس، غزني، ننګرهار او هلمند لوړپوري چارواکي لري او پر ځای یې نور کسان مقررکړي.

XS
SM
MD
LG